په ننګرهار ولایت کې ۵۱ زیانمنو کورنیو ته ۱ میلیون ۱۱۳ زره او ۸۴۰ افغانۍ ووېشل
ننګرهار- د ربیع الاول ۱۹-۱۴۴۶
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست د ماشومانو د ساتنې موسسې سره په همکاري, د یاد ولایت خوګیاڼي ولسوالۍ او مرکز جلال آباد ښار اړوند ۵۱ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې, له سروې وروسته ۱ میلیون, ۱۱۳ زره او ۸۴۰ افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۲۱۸۴۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
