په ننګرهار ولایت کې ۲ ټپیانو نغدي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د وږي ۳۰مه-۱۴۰۲
د ډنمارک کډوالۍ سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په اچین او نازیان ولسوالیو کې د ماینونو له امله ۲ ټپي شویو کسانو ته د درملنې لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې یو ټپي کس ته ۲۱۱۰۰ او بل ټپي شوي کس ته ۳۹۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.