په ننګرهار ولایت کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د کب ۱۹مه-۱۴۰۲
د UN-Habitat موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار اړوند ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۳۰۰ امریکایي ډالرو نغدي مرستې ترلاسه کړې.