په ننګرهار ولایت کې ۱۷۸۱ کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

ننګرهار- د لیندۍ ۳۰مه-۱۴۰۱
د IOM موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په بټي کوټ، کامه، دره نور، حصارک، بهسود، سره رود او شینواري ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو ۱۷۸۱ کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۲۰۰ امریکایي ډالر، ۳ کمپلې او ژمني جامې ووېشل شوې.
