په ننګرهار ولایت کې ۱۲ بېوزله کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د وږي ۳۰مه-۱۴۰۱
د اکټیډ موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز اتمه ناحیه کې د ۱۲ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته د ۲۴ زره څخه تر ۲۷ زره پورې نغدي مرستې د موظف پلاوي په شتون کې ووېشل شوې.