په میدان وردګ ولایت کې ۴۳۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکی مرستې ووېشل شوې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۴:۷
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۴۳۸ کورنیو ته چې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ د یاد ریاست مشر محترم مولوي فیض الله جلالي په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۱ هایجن کېټ، ۱۵ کلچې د لاس منځلو صابون، ۲ جلده د عامه پوهاوي بروشرونه او ۱ جلد د حفظ الصحې بروشر ترلاسه کړ.
همدارنګه محترم مولوي فیض الله جلالي ووېل، چې دا مرستې بسنه نه کوي او په راتلونکې کې به لا زیاتې مرستې ترسره شي.

نېټه: ۲۱/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۵۵
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۱۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د خپل سفر په ترڅ کې د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۵۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډوېژن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .