په میدان وردګ ولایت کې ۲۶۴ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

میدان وردګ- د کب ۱۱مه-۱۴۰۱
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د PIN موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د تېرو جګړو له امله ۲۶۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته د کور ترمیم لپاره له ۱۲۰۰۰ نه تر ۱۹۰۰۰ نغدي افغانۍ چې په مجموع کې ۳ میلیونه او ۳۳۸ زره افغانۍ کېږي، یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
