په میدان وردګ ولایت کې د سېلابونو له امله ۲۶ زیانمنو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
میدان وردګ- د وږي ۹مه-۱۴۰۲
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په سیدآباد، نرخ، جلرېز ولسوالیو او مرکز میدان ښار کې ۲۶ کورنۍ چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، ۷ کیلو مکروني، ۱ کیلو چاۍ او ۵ لیټره غوړي ووېشل.