په لغمان ولایت کې ۱۱۷۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه
لغمان- د وري ۱۹مه-۱۴۰۳
د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WADAN موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت علیشنګ او علینګار ولسوالیو اړوند ۱۱۷۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۴ کیلو غوړي، ۱ پاکټ مالګه او ۴ کیلو دالنخود ترلاسه کړل.