په لغمان ولایت کې ۱۰۸ زیانمنو کورنیو ته د نغدو پیسو او خیمو وېش
لغمان- د ربیع الاول ۹-۱۴۴۶
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست د IOM موسسې سره په همکاري, د یاد ولایت مرکز مهترلام او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۱۰۸ کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله زیانمن سوې و, له سروې وروسته نغدي پیسې او خیمې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ او له یادې جملې ۳۸ کورنیو ته چې د اوسېدو خونې یې په بشپړ ډول ویجاړې سوې وې, هرې کورنۍ ته 1 باب خیمه هم ووېشل سوه.