په فراه ولایت کې په اجباري توګه راستنېدونکو ١٩ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یاد ولایت ته له پاکستان هېواد څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ١٩ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د یاد ریاست له لوري، ١٩ بابه خېمې او ٣٠ روغتیایي کیټونه او همدارنګه د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) لخوا دې کورنیو ته د مېلمه پالنې په توګه دوه وخته ډوډۍ ورکړل شوه.
نېټه: ١٤٤٦/١٠/١٦ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره