په فراه ولایت کې ناچاوده لاسي بمب کشف او خنثی کړل شو

tamim_azimi
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۱۸
news image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د DRC موسسې د ماین پاکۍ تخنیکي ټیم د یاد ولایت د خاکسفید ولسوالۍ په دیوار سرخ کلي کې د ماین د عملیاتو په ترڅ یو ۴۰ میلي متري لاسي بمب کشف او خنثی کړ.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د هر ډول ناچاوده توکو د لیدو په صورت کې له اړونده مسؤلینو سره اړیکه ونیسي تر څو د خنثی کولو لپاره یې اړین ګامونه واخیستل شي. نوموړي دا هڅې د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب او د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره مهم ګام وباله. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۵:۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۳ سیلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، په رودات او شینواري ولسوالیو کې ۳۶۳ کورنیو ته، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۵
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶ زده کوونکو ته د ژمني توکو کېټونه ووېشل  

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۹
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۸ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د AWCPO موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په ډنډ پټان او څمکنۍ ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .