په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC موسسې د ماین پاکۍ برخې په تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت د فراه رود ولسوالۍ په تودنک کلي کې بېلابېل ډول ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی کړل.
د یادونې وړ ده، چې په دې عملیاتو کې یوه فیره د هاوان مرمۍ، یوه فیره د راکټ مرمۍ، یوه فیره د دافع هوا مرمۍ او یو کړۍ ماین کشف او په خوندي ډول خنثی شول.
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې د ماینونو او شکمنو توکو د لیدو په صورت کې د موضوع په اړه مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
