په فراه ولایت کې د يو استنادي ديوال جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۲۳
تصویر خبر

د عالیقدر امیرالمومنین حفظ الله د حکم پر بنسټ، چې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په موخه په هر ولایت کې د یوې کوچنۍ بېړنۍ وقایوي پروژې د پلي کېدو لپاره یې د یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانیو بودجه منظوره کړې او دا وقایوي پروژې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري تمویل او پلي کېږي.
په همدې لړ کې، د فراه ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست، د یاد ولایت د مرکز فراه ښار په ۶ ناحیه کې هوايي ډګر ته څېرمه د څه کم یو میلیون افغانیو په لګښت د ۱۱۸ متره په اوږدوالي او ۳ متره په لوړوالي د استنادي دېوال جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره، د دې پروژې د پلي کېدو په بهیر کې د لسګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه او د پروژې په بشپړېدو سره د سېلابونو د خطرونو او زیانونو څخه د سیمې د اوسېدونکو ځان او مال خوندي پاتې شول.  
ورته مهال د سیمې اوسیدونکو دغه پروژې د خلکو د ځان او مال ژغورنه او ساتنه وبلله او له اړونده مسؤلینو څخه یې مننه او قدرداني وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۱۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوړپوړي پلاوي سره وکتل 

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ناورینونو د مدیریت د څانګې له رئیسې، اغلې شُوکو نوډا،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۵۸
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زلزله ځپلو کورنیو ته خیمې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په ملاتر، د مزار شریف ښار په بېلابېلو نایحو کې د ۲۳ زلزله ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۰:۴۷
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل–جلال‌اباد پر لویه لاره د غرونو د ښوېېدو له خطر سره په مخ سیمو کې د خبرداري لوحې نصب کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل–جلال‌اباد پر لویه لاره د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .