په سمنګان ولایت کې زیانمنو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له امله ۲۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، یوه بورۍ مکروني او یو کارټن مګي آش د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مشر په شتون کې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۳/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره