په زابل ولایت کې ۱۳۲ سېلاب ځپلو کورنیو نغدي پیسې او ژمني کېټونه ترلاسه کړل
د IOM موسسې د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ, د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو او باراونو له امله ۱۳۲ زیانمنو کورنیو ته نغدي پیسې او ژمني کېټونه ووېشل.
په دې لړۍکې هرې کورنۍ ته د یاد ریاست مشر الحاج مولوي عبدالله عابدي او د موسسې استازي په شتون کې ۱۷۲۵۰ افغانۍ نغدي پیسې او ژمنۍ کېټ ووېشل شول.
ورته مهال د مرستو ترلاسه کوونکو له یاد ریاست او موسسې څخه خوښۍ څرګنده کړه او د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې وکړه.
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره