په زابل ولایت کې د مخکینی خبرداري درې سیسټمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام لخوا د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) دفتر سره د همغږۍ پر بنسټ، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د دې ولایت په شاجوی، نوبهار او سیوري ولسوالیو کې د سېلابونو د خطرونو په اړه د مخکینی خبرداري ورکولو درې سیسټمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دا سیسټمونه د اوبو کچه او چټکتیا اندازه کوي او د خطر په صورت کې د خبرداري زنګ په فعالېدو سره خلکو ته خبر ورکوي. د یادونې وړ ده، چې د دغو سیسټمونو د نصبولو پر مهال د هرې سیمې ۶۰ کسانو ته د سېلابونو د خطرونو د مخنیوي او احتیاطي تدابیرو نیولو په هکله عامه پوهاوی وړاندې شو او د دغو سیسټمونو د ښه کارونې لپاره، ۵ تنه رضاکارانو ته ښوونه او روزنه هم ورکړل شوې ده.
همدارنګه د دغه سیستم د تخنیکي ستونزو د حل په موخه د سیسټم د ټولو اجزاوو دویمه کاپي هم د سیمې استازو ته سپارل شوي دي، تر څو په سیستم کې د تخنیکي ستونزو رامنځته کېدو په صورت کې د ستونزو د حل لپاره ترې کار واخلي.
د دې پروژې موخه د سیمې د اوسېدونکو د خوندیتوب کچې لوړول او د سېلابونو د خطرونو کمول دی.
نېټه:۱۴۴۸/۱/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
