په زابل ولایت کې د طبیعي پېښو د مخنیوي شوراګانو سره د ۳۱ قلمه توکو مرسته ترسره شوه
زابل- د لړم ۱۸مه-۱۴۰۱
د UNDP په مالي ملاتړ د ADA موسسې د زابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په مرکز او شاجوی ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو څخه د مخنیوي لپاره رامنځته شویو شوراګانو ته د پېښو مهارولو لپاره ۳۱ قلمه تخنیکي توکي ووېشل.