په خوست ولایت کې ۳۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
خوست- د وري ۱۸مه-۱۴۰۳
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۳۸ کورنیو ته چې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۲۵ کیلو وریجې، ۱۰ کیلو بوره، ۲ پاکټه مالګه، ۵ تختې کمپلې، او یو شمېر نور توکي ووېشل شول.