په خوست ولایت کې ۳۲۱ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

خوست- د کب ۳مه-۱۴۰۲
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د CRODID موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې ۳۲۱ زلزله ځپلو کورنیو ته د کورونو جوړولو او ترمیم لپاره د دویم قسط نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته له ۳۴۹۸۰ نه تر ۶۹۹۶۰ نغدي افغانۍ ووېشل شوې.