په خوست ولایت کې د یو ویاله او ۲ ډنډونو د پاک کارۍ چارې پیل شوې
خوست- د تلې ۲۵مه-۱۴۰۲
د UN-Habitat موسسې د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت ټڼۍ ولسوالۍ په اطمان کلي کې د ۱۵۰۰ متره په اوږدوالي او ۱ متر عرض د یو ویاله او د اوبو ذخیره کولو ۲ ډنډونو د پاک کارۍ چارې پیل کړې، د یادونې وړ ده چې د پاک کارۍ ترسره کولو لپاره د دې سیمې ۵۲ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه او دغه چارې به په ۲۲ ورځو کې بشپړې شي.