په ختیځ زون کې د وروستیو جګړو له امله د بېځایه شویو د سروې او ارزونې ټیمونه د سوق (ترابی صاحب) او ادارې له مرکز څخه ولسوالیو ته واستول شول
نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د یو مسلکي پلاوي په مشرۍ چې ننګرهار ولایت ته یې سفر کړی دی، د کاري کمېټو له مسؤلینو سره یې د وروستیو جګړو له امله د بېځایه شویو د کره سروې په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب د هغو کورنیو د هر اړخیزې او کره سروې پر اړتیا ټینګار وکړ چې د جګړو له امله له بېلابېلو ولسوالیو بېځایه شوې دي، او اړونده ټیمونو ته یې لازمې لارښوونې وکړې. نوموړي وویل چې د دې سروې موخه د بېځایه شویو د اړتیاوو کره تشخیص او د اغېزمنو مرستو وړاندې کولو لپاره زمینه برابرول دي.
د ادارې لوی رئیس د کمېټو مسؤلینو ته وویل چې د ادارې ټول مادي امکانات او معنوي ملاتړ د هغوی په واک کې دي، او زیاته یې کړه چې د سروې له بشپړېدو وروسته به نغدي مرستې، خوراکي او غیرخوراکي توکي د افغانستان اسلامي امارت له لوري، په ځانګړې توګه د همدې ادارې له خوا، بېځایه شویو کورنیو ته ووېشل شي.
د ناستې په پای کې، ګډ ټیمونه چې د کډوالو چارو استازي، د اړوندو ولسوالیو استازي، د پېښو رضاکاران او د قریو ملکان پکې شامل دي، د دې ادارې د کارکوونکو تر سرپرستۍ لاندې جګړهځپلو ولسوالیو ته واستول شول. ټاکل شوې ده چې د سروې له بشپړېدو وروسته به د بېځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې لپاره به بېړني لازم اقدامات ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
