په تخار ولایت کې ۳۷ زیانمنو او بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت نمک آب ولسوالۍ اړوند ۳۷ زیانمنو او بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ODSAD موسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه لیک له مخې، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ له سروې وروسته د نمک آب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۷۸۰ افغانۍ ووېشل شوې.
نېټه: ۱۱/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره