په بلخ ولایت کې د وچکالي له امله ۱۵۲۵ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه
د هینډشیک موسسې، د یو هوکړه لیک له مخې چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره یې لاسلیک کړی و، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږي، په چمتال ولسوالۍ کې د وچکالي له امله زیانمنو خلکو ته د بېړنۍ مرستو رسولو د پروژې په ترڅ کې ۱۵۲۵ کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
د یادونې وړ ده چې په دی لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴ لیټره غوړي، ۴ کیلو لوبیا او نیم کیلو مالګه وېشل کېږي.
نېټه: ۲۹/۳/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره