په بغلان ولایت کې 302 زیانمنو او مستحقو کورنیو سره خوراکي مرستې ترسره شوې
بغلان- د تلې 15مه-1402
د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست, د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله 302 زیانمنو او مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د موظف پلاوي په شتون کې خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته 100 کیلو اوړه ووېشل شول.
