په بدخشان ولایت کې ۸۵۹ زیانمن شویو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې

بدخشان- د وږي ۱۵مه-۱۴۰۱
د کنسرن موسسې د بدخشان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند ۸۵۹ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۷۷۰۰ نغدي افغانۍ ووېشلې.