په بدخشان ولایت کې د اورلګېدنې له امله ۲۳ زیانمنو هټۍ والو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په کشم ولسوالۍ کې ۲۳ هټۍ والو ته چې د اورلګېدنې له امله زیانمن شوې و، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هر زیانمن کس ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲ بورۍ غنم او ۲ تختې کمپلې ووېشل شوې.
۲۷/۳/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره