په بادغیس ولایت کې ۱۹ زیانمنو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
بادغیس- د غبرګولي ۹مه-۱۴۰۳
د بادغیس ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IRC موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۱۹ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.