میدان وردګ ولایت ته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال سفر؛ د ۵۰۰۰ کورنیو لپاره یې د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د وېش لړۍ یې پیل کړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۳:۵۷
تصویر خبر

میدان وردګ- د تلې ۱۷مه - ۱۴۰۱
الحاج مولوی شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، د هیواد ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې میدان وردګ ولایت ته په رسېدو سره یې د مولوي امین جان د میدان وردګ ولایت والي، د دولتي ادارو غړو او د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس سره، په یاد ولایت کې د ۵۰۰۰ زیانمن شویو او اړمنو کورنیو لپاره د خوراکي او غیرخوراکي توکو وېش لړۍ پیل کړه.
د دغه وزارت مرستیال د مرستو د وېش په جریان کې ووېل: نن ورځ ۷۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې او د ۴۳۰۰ نورو کورنیو لپاره د وېش لړۍ روانه ده.
ښاغلي مسلم زیاته کړه چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ژمن دې ترڅو په ټول هیواد کې زیانمن شویو ته په یو ډول رسېدنه وکړي.

تصویر خبرتصویر خبر

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵
Background image

د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیسانو د ظرفیت لوړونې تخصصي سمینار د پېښو د اغېزناک مدیریت پر پیاوړتیا په ټینګار سره پیل شو

نن شنبه سهار، د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیسانو د ظرفیت لوړونې یو اوونیز تخصصي سمینار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۲:۴۸
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز کې د اوبو کانال د پاکولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند د سیدآباد او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز کې د ښوېېدو له ګواښ سره مخ ۱۸ لویې خطرناکې ډبرې وېجاړې کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د مرکز اړوند په الیاس‌خېل کلي کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .