مبلغ ۵ میلیون ۴۰۰هزار افغانی پول نقد برای ۵۴ ورثه شهید در ولسوالی زلزله‌زده گیان توزیع شد

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۰:۲۳
تصویر خبر

۵ میلیونه او ۴۰۰ زره نغدي افغانۍ د ۵۴ شهیدانو ورثه ته په ګیان ولسوالۍ کې ووېشل شوې
ګیان- د تلې ۱۳مه-۱۴۰۱
الحاج مولوي شرف الدین مسلم، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او زلزلې ځپلو ته د مرستو د تنظیم کمېسیون سرپرست ګیان ته د خپل سفر په ترڅ کې د شیخ کلیم الرحمان د زلزلې لپاره د مرستو چارو د تنظیم کمېسیون غړي په ملتیا، په ګیان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله د ۵۴ شهیدانو ورثه، هر یو ته ۱۰۰ زره نغدي افغانۍ ووېشلې.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او زلزلې ځپلو ته د مرستو د تنظیم کمېسیون سرپرست، د شهیدانو اروا ته په دعا او د هغوۍ بازماندګانو سره په خواښوږۍ ووېل: د اسلامي او انسان دوستانه وجیبې او مسوولیت پر بنسټ، د شهیدانو ورثه ته چې د کور ټول غړي یې شهیدان شوي او یا له ۵ نه تر ۱۸ د کورنۍ غړي یې شهیدان شوي و، هغوۍ ته ۵ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.
ښاغلي مسلم زیاته کړه چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ژمن دې ترڅو د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو ته په ټول هیواد کې په یو ډول بشري مرستې ووېشي او رسېدنه وکړي.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۶:۱
Background image

د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د سیلابي لارې د پاکولو او استحکامي پروژې کار پیل شو

د بغلان ولایت مقام د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ډنډ غوري ولسوالۍ د امرخېل کلي د سیلابي لارې د پاکولو او استحکامي پروژې چارې رسمآ پیل کړې.

دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ولایتي ریاستونو پېښو ته د رسېدنې آمرینو لپاره تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرام ترسره شو

نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مرکزي اړوندو ریاستونو په همغږۍ، د ولایتي ریاستونو پېښو ته د رسېدنې ۳۴ تنو آمرینو لپاره تخنیکي او مسلکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳۶
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سالنګ ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارو د پاکولو پروژه بشپړه کړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو او د عامه زیربناوو د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .