له پېښو سر د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د پراختیایي همکاریو خیریه مؤسسې CESVI ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۴:۲۵
تصویر خبر

نن سهار، یکشنبه، له پېښو سر د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د پراختیایي همکاریو خیریه مؤسسې CESVI د مالي او بشري سرچینو رئیس نعمت‌الله عارض او د اړیکو او همغږۍ مسؤول محمود دراني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
 ترابي صاحب په دې ناسته کې د یادې مؤسسې پلاوي ته ښه راغلاست ووېل او څرګنده یې کړه چې موږ په هر حالت کې له مرستندویه مؤسسو سره همکار یو، ځکه هغوی په هره برخه کې چې کار کوي زموږ د هیواد خلکو ته مرستې رسوي.
په همدې حال کې، د یادې مؤسسې د مالي او بشري سرچینو رئیس نعمت‌الله عارض د دې ادارې له‌خوا د مرستندویه مؤسسو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو له امله خپله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې له دې تفاهم‌نامې څخه وروسته به پروژې په بېړنۍ توګه پلي شي.
د یادونې وړ ده چې د لاسلیک شوې تفاهم‌نامې له مخې به په مجموعي ډول د ۴۶۹۰۳۸ ډالرو په ارزښت په لاندې ډول فعالیتونه د هرات ولایت په د زنده جان ولسوالۍ کې ترسره شي:
۱- د زنده جان ولسوالۍ په زلزله ځپلو سیمو کې ویجاړې شوي څاګانې به ترمیم شي او همدارنګه خلکو ته به د حفظ الصحې په اړه معلومات وړاندې شي، په داسې ډول چې ۲۰ هغه څاګانې چې اساسي ترمیم ته اړتیا لري او ۴۰ هغه څاګانې چې جزیي ترمیم ته اړتیا لري، هغه څاګانې به ترمیم شي. همدارنګه د حفظ الصحې په برخه کې به د څارنې او عامه پوهاوي ټیمونه جوړ شي.
۲- د زنده جان ولسوالۍ په ۵۰ کلیو کې به د طبیعي پېښو لکه سېلابونو، زلزلې او طوفانونو خطرونه ارزول کېږي او د خطرونو سیمې به د په نښه کېدو څخه وروسته، خلکو ته د دې په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.
۳- په همدې وخت کې به د زنده جان ولسوالۍ په ۵۰ کلیو کې د خطرونو کمولو او د پېښو پر مهال د پلټنې او ژغورنې لپاره د کلي ټیمونه جوړ شي او ۱۰۰ کسانو ته به عصري روزنه ورکړل شي، ترڅو هغوی ترلاسه شوي معلومات له نورو خلکو سره شریک کړي.
۴- د زنده جان ولسوالۍ په ۵۰ کلیو کې به د طبیعي پېښو د مدیریت پلان ترتیب شي، چې په هغه کې د خطر او د زیانونو د کمولو نقشه، اضطراري نقشې، د خطرونو مدیریت او لومړني خبرتیايي میکانیزمونه شامل دي.
۵- د زنده جان ولسوالۍ په ۵۰ کلیو کې به د بیړنيو حالاتو کیټونه وېشل کېږي، ترڅو د خطرونو پر مهال د زیانونو د کمولو لپاره ترینه کار واخیستل شي. په دغو کېټونو کې لوډ سپیکر، پړۍ، د ژغورنی واسکټ، څراغونه، کلنګ، د لاس ګاډۍ او خیمې شاملې دي. 
۶- په ۵۰ کلیو کې به د خطرونو کمولو په موخه د عامه پوهاوي پوسټرونه او بروشورونه وېشل کېږي.
۷- د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو لپاره به په ۵۰ کلیو کې ۱۰،۰۰۰ مثمر او غیر مثمر نیالګي کرل کېږي.
۸- په دې ولسوالۍ کې به د سېلابونو د خطرونو د کمولو په موخه دوه استنادي دیوالونه جوړېږي. 

تصویر خبر

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۲:۶
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سنچارک ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال د جوړولو چارې پیل کړې 

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي  د لارښوونې له مخې، د دې ولایت د سنچارک ولسوالۍ په او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۵۳
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۴۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د JCSSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې OCHA-AHF دفتر دی، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آماګۍ ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۸
Background image

په لوګر ولایت کې یو شمېر ناچادوه توکي کشف او خنثی کړل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هیلو ترسټ ماین پاکۍ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې له تخنیکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .