له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او د رازي د پراختیایي او ټولنیزې موسسې RSDO ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
نن ورځ سه شنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، او د رازي موسسې RSDO د همغږۍ مسؤل محترم عبدالناصر پویا ترمنځ لیدنه وشوه او د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په پروګرام کې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي ووېل: موږ هرې موسسې ته چې د هیواد په هره برخه کې کار کوي ملاتړ یی کوو او د هغوی کارونه په ډېر لنډ وخت کې ورخلاصوو.
ورپسې محترم عبدالناصر پویا، د رازی موسسې RSDO د همغږۍ مسؤل وویل: رازی موسسه له ۱۳۷۸ کال راهیسې په کندهار ، هرات ، بادغیس اوغور ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې خپل فعالیتونه ترسره کوي.
ښاغلي پویا زیاته کړه چې د ۳۸۳،۴۴۹ امریکایي ډالرو په ارزښت د هوکړهلیک پر بنسټ، په زندهجان، کشککهنه، گلران، کوهسان ولسوالیو او د هرات ښار په بېلابېلو ناحیو کې به موږ ۱۸۳،۰۰۰ نفرو ته د خوراکي او نغدو پیسو مرستې وویشو.
هغه څرګنده کړه چې سروې به د رازي موسسې لخوا ترسره کېږي، او څارنه به یی د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د یادې موسسې له لوري ترسره کېږي او د دې مرستو پلي کوونکی د خوړو نړیوال سازمان دی. دا مرستې په څلورو ولسوالیو کې چې هرې کورنۍ ته به ۵۰ کیلو اوړه، ۶.۵ کیلو دال نخود، ۴.۵ لیتره غوړي، نیم کیلو مالګه او د ماشومانو او میندو لپاره تغذیوي مواد ورکول کېږي. همدارنګه، په هرات ښار کې د ۱۳،۰۹۶ کورنیو لپاره به هرې کورنۍ ته د شپږو میاشتو لپاره ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شي.
په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخېزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
۱۴۴۶/۰۴/۱۳
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره