له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې هیئت ۵ تنه مرکزي کارمندانو د ترابی صاحب په هدایت د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د څارني او ارزوني په موخه د دوو ورځو په موده کي کتنه وکړه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۲۱:۲۹
news image

د یک شنبې او دوشنبي په ورځو کي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ۵ کسیز هیئت  چي د څارني او ارزونې ریاست څخه د ارزوني امر، د خطر د مخینوي او کمولو ریاست څخه دپېښو د خطرونو کمولو کار پوه، د بیړینو حالتو د ریاست څخه د اسنادو د ثبت مدیر، د کارکونکو د چارو ریاست څخه د پلان جوړني مدیر او دنشراتو او عامه اړیکو ریاست څخه د کلیپونو جوړولو او عامه پوهاوي مدیر د څارني او ارزوني، د کارونو د لا شفافیت او پرمختګ په موخه د هلمند  ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه کتنه وکړه. 
دا څارنه او ارزونه چي شاوخوا یو اونۍ مخکي د ترابي صاحب په هدایت ۳۳ ولایتونو ته شروع شوې ده  د زونونو په حساب هر زون ته ۵ کسیز هیئت لیږل سوی دی  چي و به وکولای سي چي د ولایتي ریاستونو په کارونو کي پوره شفافیت، پرمختګ او چټکتیا راولي او ټول کارمندان  به د خپلو لایحو او کاري پلانونو مطابق کارو ته متوجې کړي تر څو اولس ته غوره او پر وخت خدمتونه وکړي.
نو جنوب غرب زون ته استول شوی ۵ کسیز هیئت وایې چي موږ د ددو ورځو په موده کي د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارز آمادګۍ ریاست د ټولو شعاباتو، دکارونو، دوسیو، ګدام او اسنادو څخه څارنه وکړه او د ټولو کارمندانو څخه مو د دندو د لایحو او کاري پلان پوښتنه وکړه او ټولو ته مو سپارښتنه وکړه چي خپل کارونه پر وخت خلاص کړي او د ټولو شعباتاتو مخ ته لوحې نصب شوې نومونه یې پر ولیکل او د ټولو شعاباتو پر دروازو لوګوګاني ونښلول شوې او ټولو کارمندانو ته توصیه وشوه چي  هغه اسنادونه د ځان سره وساتي چي د مرکزي ادارې څخه درته راځي.

نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲۶ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د واما ولسوالۍ ۱۸۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .