له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د ختیځ زون د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو له کارکوونکو او رضاکارانو سره یې بېړنۍ غونډه وکړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۶:۱۹
123

نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابی د ریاست‌الوزرا عالي مقام د لارښوونې پر بنسټ، د یو تخنیکي او مسلکي پلاوي په مشرۍ د وروستیو جګړو له امله بې‌ځایه شويو ته د رسېدنې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

په دې غونډه کې چې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو رئیسانو او کارکوونکو او د ختیځ زون رضاکاران شتون درلود، ترابي صاحب وویل چې د ریاست‌الوزرا عالي مقام د لارښوونې له مخې د ختیځ زون د ولایتونو د بې‌ځایه شويو بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې مسؤلیت دې ادارې ته او د سویلي ولایتونو مسؤلیت سرې میاشتې ته سپارل شوی دی. له همدې امله موږ خپل کار په ټولو امکاناتو سره پیل کړی او کلی په کلی به کره سروې ترسره کوو، څو که له دې ولایتونو کوم بې‌ځایه شوی حتی په کابل یا په بل ولایت کې هم موجود وي، هغوی ته به لازمه رسېدنه وکړو.

محترم تـ.رابي صاحب وویل، چې موږ په خپلو ګدامونو کې لازم امکانات لرو او د اړتیا په صورت کې له نورو ولایتونو څخه هم توکي انتقالوو او د ریاست‌الوزرا عالي مقام هم د هر ډول ملاتړ ژمنه کړې ده.

ورپسې د ادارې لوی رئیس د ۲۲ ماده‌ییزې اجنډا په اړه بحث وکړ او د هرې مادې په اړه یې جلا جلا نظرونه او وړاندیزونه ترلاسه کړل او په اړه یې لازمې پرېکړې ونیول شوې. او ۱۶ مختلفی کمیټی وټاکل سولی او کمیټو په خپل کار شروع وکړه.

نیټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .