له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ۱۴ کاري کمېټو څخه راپور واخیستی

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۲۲:۲
تصویر خبر

نن ورځ سې شنبه، ماذدیګر له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د یوې مهمې غونډې پر مهال د ۱۴ کاري کمېټو د استازو او کارکونکو څخه د نن ورځي راپور واخیستی.
د بېلابېلو کمیټو استازو او کارکونکو یو په بل پسې راپورونه وړاندې کړل او په دغو راپورونو کې د هغو کارونو یادونه وسوه چې د تېرو ورځو په جریان کې ترسره کړي وه، د خلکو سره د مرستې، د ستونزو د حل او د بیړنیو پېښو په وړاندې د چټک غبرګون په برخه کې بېلابېلې لاسته راوړنې بیان سوې.
ورسته ترابي صاحب په خپلو خبرو کې د ټولو کمېټو له مسؤلینو له هڅو مننه وکړه او ویې ویل د خلکو خدمت زموږ لپاره عبادت دی او هر څوک باید دا دنده په اخلاص، صداقت او پر وخت ترسره کړي.
نوموړي پر دې ټینګار وکړ چې د هر مسؤل وجیبه ده  چي د خلکو ستونزه خپله ستونزه وبولي او د حل لپاره یې تر اخېري حده هڅه وکړي همدا راز ترابي صاحب وویل موږ ټول د یوې واحدې موخې لپاره سره یو ځای سوي یو او هغه موخه د خلکو خدمت،  زیانمنو کورنیو ته رسیدګي  او د ستونزو مخنیوی دی.

نېټه: ۱۴۴۶/۳/۹ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .