له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ له زلزله‌ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه او د شهیدانو  او ټپیانو کورنیو لپاره یې د نغدو مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۳:۳۵
news image

نن سهار د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ ته د سفر پر مهال په سوتن کلي کې د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو سیمو څخه لیدنه وکړه او د دې پېښې له امله د شهیدانو د ورثه او ټپیانو لپاره یې د نغدو مرستو د وېش بهیر پیل کړ.
په دې سفر کې د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، قاري دادمحمد حسيني، د دره نور ولسوال، مولوي عبدالله روحاني او د ولسوالۍ یو شمېر مشرانو د محترم ترابي صاحب ملتیا کوله.
د ادارې لوی رئیس، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د تسلیت او خواخوږۍ پیغام د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته ورسوه او څرګنده یې کړه چې د خیمو په شمول خوراکي او غیرخوراکي مرستې ډېری زیانمنو خلکو ته رسېدلي دي. هغه زیاته کړه چې له موسسو سره په خبرو کې به ټینګار وکړو چې د خېمو او نغدو مرستو وېش ته لومړیتوب ورکړي. نوموړي وویل چې د دې ولسوالۍ په هوارو سیمو کې او یا هم په ښېوه ولسوالۍ کې د زیانمنو لپاره د لنډمهاله سرپناه برابرولو په برخه کې به هڅې وکړي، خو زموږ اصلي تمرکز پر دغه دی، چې د اسلامي امارت او د موسسو د امکاناتو په کارولو سره دایمي هستوګنځایونه جوړ کړو. 
په همدې مهال، ترابي صاحب د شهیدانو او ټپیانو لپاره په دعا کولو سره د نغدو مرستو د وېش لړۍ پيل کړه. د دغه پروګرام له مخې د هر شهید د کورنۍ لپاره شل زره (۲۰,۰۰۰) افغانۍ او د هر ټپي لپاره لس زره (۱۰,۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې او پاتې مرستې به زیانمنو ته د دره نور د ولسوال او د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس له لوري ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یاد ولایت ته له پاکستان او ایرن څخه په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت په تشکاني ولسوالۍ کې دوه د څښلو وړ اوبو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ACTED مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکي یې AHF دی، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۷ مستحقو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدې مرستې ووېشلې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام په همغږۍ، د یاد ولایت اړوند د ۴ شهیدانو ورثه، ۳۱ مستحقو او د ۲ ټپیانو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .