له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د انټر ساس نړیوالي مؤسسې له رئیس سره وکتل
نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د انټرساس نړیوالي مؤسیسې له رئیس ماهر الشون، د سیمیزو اړیکو مسؤل محمد اسمعیل حمید، د طبي برخي مسؤل دوکتور نصرالدین اموتوشو او د تخنیکي برخي مسؤل حذیفه هلال سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
محترم ترابي صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د همکاریو مننه یي ورڅخه وکړه او ویې ویل چې دا اداره هڅه کوي چي د هیواد په کچه د پېښو پر وړاندي چمتووالی لا پیاوړی کړو، موږ باور لرو چي د همکارو مؤسسو سره رښتینې او دوامداره همغږي کولی سي د خلکو ستونزې په اساسي ډول راکمي کړو.
همداراز محترم ترابي صاحب خپل د راتلونکي کال پلان له یادې مؤسسې د راغلي پلاوي سره شریک کړ او څرګنده یې کړه چي موږ پلان لرو چي د خطر د کمولو او وقایوي پروژو برخه هم پیاوړي کړو، ترڅو د پېښو زیانونه تر ممکنه حده راکم سي، نو په دې برخه کي د مؤسسو همکاري خورا مهمه ده.
د انټر ساس مؤسسې رئیس ماهر الشون هم د دې لیدنې هرکلی وکړ او ویې ویل: موږ چمتو یو چي د یادي ادارې د راتلونکي کال له پلان سره سم په مشوره خپلي پروژې پلي کړو. زموږ هڅه به دا وي چي په بیړنیو حالاتو کي چټک غبرګون ولرو او همداراز د بیا رغونې او معیشت ملاتړ اوږدمهاله پروګرامونه عملي کړو.
همدراز تخنیکي مسؤل حذیفه هلال د انټرساس مؤسیسي د تیرو پروژو او راتلونکي پروژو په اړه معلومات وړاندي کړل او وې وویل چي موږ به تل ددې ادارې سره همکاري کوو.
د غونډي په ورستیو کي د ترابي صاحب لخوا یو تحفه چي له مخکي څخه ورته نظر کي نیول سوي وه، د انټرساس نړیوالي مؤسیسې رئیس ماهرالشون ته ورکړل سوه.
نیټه:۱۴۴۷/۸/۲۸ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ امادګۍ ملي اداره
