له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په ګدامونو کې د توکو د زېرمه کولو په اړه له ولایتي مسؤلینو سره آنلاین غونډه وکړه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۲۱:۳۳
news image

نن سهار، دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د هېواد د ۳۴ ولایتونو له مالي مدیرانو، د NDMIS مدیرانو او معتمدینو سره آنلاین غونډه وکړه.
په دې آنلاین ناسته کې ښاغلې ترابي صاحب وویل چې څه موده وړاندې د ټولو ولایتونو ګدامونه ترمیم شوي او اوس په معیاري توګه د موادو د زېرمه کولو لپاره چمتو دي. نوموړي همداراز ټول مسؤلین وهڅول, چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو او د ترمیم شویو ګدامونو ساتنې ته لا ډېره پاملرنه وکړي او هغوی ته یې په دې برخه کې اړینې لارښوونې وکړې.
همداراز، د مسؤلینو لپاره یو سیمینار وړاندې شو، چې پکې د موادو په ښه توګه زېرمه کولو، په ګدامونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو میاشتنې  ارقام موجودي او په دقیق ډول د ګدامونو د موجودي میاشتني ارقامو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شول.

نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د بادغیس ولایت په قادس او آبکمري ولسوالیو کې د استنادي دیوالونو او پلچک جوړلو د څلورو پروژو کار پیل شو

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په قادس او آبکمري ولسوالیو کې د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۸ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۶:۵۱
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۹ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF دفتر په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په کامدېش او برګمتال ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله داخلي بېځایه شویو ۸۹ کورنیو غیرخوراکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .