له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په کابل کې د ۵۰۰ کورنیو لپاره د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۵:۸
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، نن سه شنبه سهار، په کابل کې د بیلابیلو پېښو له امله د ۵۰۰ زیانمنو کورنیو لپاره د خوراکي مرستو د وېش لړۍ د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم ملا جانان سایق، د بېړنیو عملیاتو رئیس محترم قاري خوشحال زماني او د رسنیو په شتون کې پیل کړه.
محترم ترابي صاحب د دې پروسې د پرانیستلو پر مهال د مرستو په وېش کې د شفافیت د شتون یادونه وکړه او ویې ویل چې زموږ ټیمونو د سروې او د زیانمنو او مستحقو کورنیو له ثبت وروسته، نن په کابل کې ۵۰۰ کورنیو ته د مرستې زمینه برابره کړې ده.
د ادارې سرپرست همدارنګه څرګنده کړه چې دا لړۍ په تېرو ورځو کې هم پلي شوې ده او په راتلونکو ورځو کې به هم دوام وکړي. نوموړي وویل چې نن هرې کورنۍ ته یوه بورۍ اوړه او یوه بورۍ وریجې وېشل کېږي او دا مرستې له بیلابیلو هېوادونو لکه ازبکستان، ترکمنستان ، قزقستان،  چین او نورو هیوادنو څخه دې ادارې ته بلا عوضه ورکړل شوې دي.
په همدې حال کې، د دغو مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه مننه وکړه او د راتلونکي ژمي ته په کتو یې د نورو مرستو غوښتنه وکړه.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۳
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۶:۵۸
Background image

په سمنګان ولایت کې د کندهار او هلمند لسو کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو ته د خوراکی توکو وېش

د سمنګان ولایت د خلکو د غوښتنې او ولایت محترم مقام د احکامو پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اړوند پلاوي له خوا د دقیقې ارزونې او سروې وروسته، د کندهار او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۵:۲۷
Background image

په غزني ولایت کې د پېښو له امله ۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له کره سروې وروسته، هغو ۴ کورنیو ته چې د ګازو د ډبې د چاودنې له امله زیانمنې شوې وې او د کورنۍ غړو او توکو یې زیان لیدلی و، خوراکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۵:۱۵
Background image

د بغلان ولایت په دندغوري ولسوالۍ کې اسلاميک ریلیف مؤسسې ۳۰۵ کاریګرو کورنیو ته د کار وسایل ووېشل

 د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اسلاميک ریلیف مؤسسې سره په همکارۍ، د دندغوري ولسوالۍ اړوند کلیو (امرخیل، وردګ، منګل، او ګدایخیل کلیو) کې ۳۰۵ کاریګرو کورنیو ته د کار. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .