له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په کابل ولایت کې د ۴۲۳ زیانمنو او راستانه شویو کورنیو لپاره د نغدي او غیرخوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۴۰
تصویر خبر

نن د چهار شنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په داسې حال کې چې د کابل مرستیال والي ملا محمد یونس مخلص، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي نجیب‌الله انوري او خبریالانو هم شتون درلود، د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا د ۴۲۳ زیانمنو، راستانه شویو او اړمنو کورنیو لپاره د نغدي او غیر خوراکي مرستو د وېش لړۍ په کابل کې پیل کړه.
ترابي صاحب د دغو مرستو د پرانیستې پر مهال وویل چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان ترمنځ د تفاهم‌نامې له مخې، نن ورځ د دغه سازمان له لوري د کابل ولایت په بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو کي اړوند ۴۲۳ زیانمنو کورنیو ته نغدي  او  غیرخوراکي مرستې ورکړلی  ، چې هرې کورنۍ ته ۱۷۲۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او د ۱۶ قلمه توکي لرونکی یو ژمنۍ کېټ وویشل سو   .
نوموړي زیاته کړه چې د دې ادارې او یاد سازمان ترمنځ د ۳.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د تفاهم نامې له مخې، ټاکل شوې ده چې د ژمنیو مرستو د وېش لړۍ به د جنورۍ میاشتې تر پایه په ټولو ولایتونو کې بشپړه شي.
د ادارې سرپرست ترابي صاحب د IOM سازمان څخه د مننې تر څنګ له نورو نړیوالو سازمانونو  څخه هم غوښتنه وکړه چې د سیاسي موضوعاتو  د په پام کې نیولو پرته خپلې بشردوستانه مرستې دوامداره او لا ډېرې کړي.
په همدې حال کې د کابل مرستیال والي ملا محمد یونس مخلص له دې سازمان څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان ولس ته لا زیاتې مرستې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده چې د دغو مرستو ترلاسه کوونکو د دې ادارې له هڅو خوښي او مننه څرګنده کړه چې د اړمنو خلکو د خدمت لپاره هڅې کوي.

نېټه:۱۴۴۶/۵/۱۸ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۲:۴
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره  مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۹ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت مقام په لارښوونه، د دې ولایت د مزار شریف ښار بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو اړوند ۱۳۹ مستحقو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي مرستې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۲۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۷ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په یاد ولایت کې د وروستیو جګړو له امله ۳۶۷ بېځایه شویو کورنیو ته په منوره ولسوالۍ کې له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۳
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د PU-AMI موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په ډنډ پټان او څمکنی ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو او مرکز ګردیز کې په لنډ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .