له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په روسیه کې مېشت د افغان سوداګر له لوري ۵۵ ټنه مرسته شوي خوراکي توکي ترلاسه کړل

tamim_azimi
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۸ - ۳:۴۴
تصویر خبر

نن د شنبې په ورځ له غرمې وروسته, له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د یوې خبري ناستې په ترڅ کې په روسیه کې مېشت د افغان سوداګر له لوري ۵۵ ټنه مرسته شوي خوراکي توکي ترلاسه کړل.
په دې مراسمو کې، محترم ترابي صاحب, په مسکو کې د افغان بزنس سنټر له رئیس، محترم نادرشاه، څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ، له خیریه بنسټونو او بهر مېشتو هېوادوالو څخه د کورنیو زیانمنو کسانو په مرسته کولو کې د هغوی همکارۍ وستایله او دا یې د ملي پیوستون یوه بېلګه وبلله.
هغه زیاته کړه چې دغه مرستې ۱۰۰۰ بورۍ ۲۵ کیلویي اوړه، ۱۰۰۰ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې او ۱۰۰۰ بوتله ۵ لیټره غوړي دي، چې په ټولیز ډول ۵۵ ټنه خوراکي توکي جوړوي.
د ادارې سرپرست ټینګار وکړ چې دغه مرستې به د رسمي پړاوونو له بشپړېدو وروسته، د کابل ولایت مستحقینو او د طبیعي پېښو زیانمنو کورنیو ته ووېشل شي.
همدارنګه، محترم ترابي صاحب د دې نیک اقدام هرکلی وکړ او ویې ویل چې د حاجي نادرشاه صاحب دا اول ځل نه‌ دی چې زموږ سره د بېوزلو لپاره مرستې کوي، بلکې پخوا یې هم څو ځله زموږ سره مرستې کړې دي، او نوموړی دا مرستې په یوازې سر کوي، نورو سوداګرو پکښې ونډه نده اخیستې.  
ترابي صاحب له ټولو بنسټونو، سوداګرو او بهر مېشتو افغانانو څخه غوښتنه وکړه چې د اړمنو کسانو په مرسته کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .