له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په تورخم کې د کډوالو لپاره د پنډغالي جوړولو کمېټې وټاکلې او د سوق او ادارې مرکز یې جوړ کړ

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۴۰
تصویر خبر

نن سهار د پنجشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، چې د کډوالو لپاره د دې ادارې د لنډمهاله پنډغالي د جوړولو لپاره یې تورخم ته سفر کړی و، د دی پنډغالي کاري کمیټې یې جوړې، دندې یې وویشلې او د تورخم په سیمه کې یې اجباري راستنېدونکو ته په ښه توګه د رسېدنې لپاره د سوق او ادارې مرکز هم جوړ کړ.
ترابي صاحب د دی پنډغالي د کډوالو د آسانتیا لپاره ۱۴ کاري کمیټې جوړې کړې او اړینې سپارښتنې یې ورته وکړې او ویې ویل چې د کډوالو خدمت کول هم له اخلاقي اړخه او هم له شرعي اړخه ډېر زیات اهمیت لري.
د یادونې وړ ده، چې د دی پنډغالي د جوړېدو چارې عملاً پیل شوي دي او ټاکل شوې چې د اړتیا له مخې، له ۳۰۰ نه تر ۵۰۰ خیمې به د ټولو اړینو آسانتیاوو لکه ګرځنده تشنابونو، حمامونو، د څښاک اوبو او ګرځنده روغتیایي کلینیکونو په درلودو سره جوړې شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۱۹ ه ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .