له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په ایټالیا کې د اروپایي السلام خیریه موسسې رییس او د اروپا د پارلمان له سلاکار سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۶:۲۸
تصویر خبر

نن ورځ د سه‌شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابی، په ایټالیا کې د اروپایي السلام خیریه موسسې رییس ډاکټر سمونا فرنانډیز، د اروپا د پارلمان سلاکار ډاکټر باسم حتاحت او په افغانستان کې د السلام موسسې رییس حمیدالله جویا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې الحاج ملا نورالدین ترابی د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په هیواد کې د پېښو مدیریت اړوند پر ننګونو خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانستان د جغرافیایي موقعیت له مخې د ګڼو طبیعي پېښو له خطر سره مخ دی.
محترم ترابی صاحب زیاته کړه، چې سیلابونه، زلزلې، د ځمکې ښویېدنه او نورو پېښو زموږ خلکو ته زیانونه او تلفات اړولي دي، له دې امله اړتیا ده چې موسسې د وقایوي پروژو په پلي کولو کې زیات فعالیت وکړي.
نوموړي وویل چې د خطر سره مخ د سیمو سروې روانه ده او د اضطراري پروژو ارزونه هم ترتیب شوې او د دې پروژو ډیټابیس په اداره کې شته همدارنګه د وقایوي پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
ترابی صاحب وویل چې موږ له تاسو څخه د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې ملاتړ کوو او هیله لرو چې تاسو هم د پروژو په پلي کولو کې د شفافیت او چټکتیا په برخه کې ډېر پام وکړئ.
وروسته په ایټالیا کې د اروپایي السلام خیریه موسسې رییس ډاکټر سمونا فرنانډیز، د خپلې موسسې د نړیوالو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د اسلامي امارت نافذه قوانینو او کلتور ته په درناوي سره یاده موسسه د بېړنیو بشري مرستو او د وقایوي پروژو په پلي کولو کې د دوه اړخیزه همکاریو لپاره چمتو ده.
هغې په هیواد کې د وروستیو پېښو او بارانونو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د غوښتنې سره سم موږ هڅه کوو چې د اروپايي هیوادونو څخه د پېښو مدیریت په برخه کې زیاتې مرستې راجلب کړو.
په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې او د پېښو مدیریت په برخه کې یې د دوه اړخیزه همکاریو د هوکړه لیک پر لاسلیک باندې ټینګار وکړ.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۶
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۴۲
Background image

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې په لاس جوړ شوی یو ماین کشف او خنثی شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د بېړنۍ شمېرې (0708606060) له لارې ترلاسه شوې اړیکې پر بنسټ، د ایریا ماین پاکۍ موسسې د بيړنۍ ځواب وینې شپږم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۲:۱۰
Background image

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۴ زیانمن شویو او مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز قلات، ارغنداب، شاجوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۱:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .