له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په افغانستان کې د UN-OCHA له رئیسی  او ورسره مل پلاوی سره وکتل*

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۵:۳۰
news image

نن ورځ یک شنبه له غرمې مخکې  له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي  په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له رئیسی ایزابل موسارد  او مل پلاوی سره وکتل.
ترابي صاحب زیاته کړل چي د ژمي د نږدې کېدو په نظر کې نیولو سره باید مؤسیسې خپل کارونه ګړندي کړي   
نوموړي د اوچا پلاوي ته ډاډ ورکړ چې که په هر ولایت کې له ستونزو سره  تاسو مخ کیدلاست موږ به  یې د حل لپاره هڅې وکړو.
ورسته د اوچا د دفتر رئیس یایزابل موسارد وویل  چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په کارونو کې چټکتیا روښانه ده او موږ له تاسو  څخه مننه کوو هغه همدارنګه څرګنده کړه چې د تېرو کلونو په پرتله به په راتلونکي کال کې د پېښو اداری سره زیات کومکونه وسی 
په همدې حال کې په افغانستان کې د اوچا د ستراتیژیکې برخې مسؤلې مېرمن مانیا ویدیچ د وچکالي د اټکل لپاره د کاري ټیم د جوړېدو خبر ورکړ، چې په هغه کې د UN-OCHA، IOM، IFRC،FAO  او UNICEF دفترونه ګډون لري. هغوی وویل چې یو ټیم د راتلونکي کال احتمالي وچکالۍ د وړاندوینې لپاره جوړ شوی او په پیل کې به د افغانستان د شمال یوه برخه تر پوښښ لاندې راولي.

هغوی همدارنګه وویل چې د افغانستان د وچکالۍ د مدیریت لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي او که چیرې یاد کاري ګروپ اعلان وکړي چې هېواد له وچکالۍ سره مخ دی دغه پیسې به د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو کرنیزو تخمونو وېش او زیانمنو خلکو لپاره د بدیل معیشت برابرولو او څارویو لپاره مصرف شي.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .