له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په افغانستان کي د قزاقستان هیواد د سفیر سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۴:۴
news image

نن ورځ سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د قزاقستان هیواد د سفیر ګازیز اکباسوف او ورسره راغلي پلاوي بختیار سرسینبای سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ښاغلې ترابي صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د قزاقستان هیواد د همکاریو او مرستو څخه یې ځانګړې مننه وکړه او زیاته یې کړه چي قزاقستان هیواد د افغانستان یو ښه دوست او ګاونډۍ دی او تل یې زموږ د حکومت او ولس سره خپله خواخوږي کړي ده او موږ به هم په هره برخه کي تل دوستانه اړیکي ورسره ولرو.
همداراز ترابي صاحب زیاته کړه چي زموږ لپاره همدا بسنه کوي چي قزاقستان هیواد زموږ یو ښه دوست ګاونډی دې او تل ېې د افغانستان سره خصوصاً له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې سره خپله پوره همکاري کړي ده.
د قزاقستان سفیر ښاغلې ګازیز اکبا سوف د یادي ادارې د سرپرست څخه مننه وکړه او افغانستان یې د قزاقستان هیواد یو ښه دوست هیواد یاد کړ او د خپلو کړو مرستو یادونه یی وکړه او وویل چي نور به  هم خپلو مرستو ته دوام ورکوو ترڅو لا هم د دغه دوو هیوادنو اړیکي پیاوړي سي.
ښاغلي اکبا سوف زیاته کړه چي هغه مرستي چي موږ یې د افغانستان هیواد سره کوو موږ ته بهتره معلومه ده چي په اړمنو او بي وزله کورنیو ویشل کیږي.
ښاغلي اکبا سوف داهم وویل چي د قراقستان هیواد راغلی پلاوي ته بهتره معلومه سوه چي افغانستان یو پر امن هیواد دې او باید ټول هیوادونه ورسره سیاسی او بشري اړیکي وپالي.
د غونډي په ورستیو کي د یادي ادارې د سرپرست لخوا دافغانستان لپاره دقزاقستان هیواد سفیر ته مننلیک ورکړل سو.

نیټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱  هــ ق  
 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو کانال د جوړولو پروژه پرانیسته

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د (AYSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۳ بېځایه شویو او مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA او د PU-AMI مؤسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو مؤسسو په ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL-WFP مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دولت آباد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .