له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د OAWCK موسسې د پروګرامونو له مسوول سره د ۲۶۰۴۰۵ امریکایی ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک کړه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۶:۶
news  image

نن ورځ د دوشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د OAWCK موسسې د پروګرامونو له مسوول محترم عبدالوارث کریمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
ترابي صاحب د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ مسؤلیت لرو چې موسسو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړو او ټولو ولایتي رئیسانو ته مو لارښوونه کړې چې له موسسو سره لازمه همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه چې زموږ موخه د هېواد په کچه زیانمنو او بې‌وزلو خلکو ته رسېدنه او هغوی ته د مرستو رسول دی.
ترابي صاحب وویل چې د افغانستان خلک د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي او مرستو ته اړتیا لري، نو له موسسو یې وغوښتل چې خپلې مرستې د ژمي له موسم څخه مخکې ووېشي.
وروسته، د OAWCK موسسې د پروګرامونو مسوول عبدالوارث کریمي، د ادارې له سرپرست څخه د مننې ترڅنګ وویل: یاده مؤسسه له ۲۰۱۰ کال راهیسې د پوهنې، د اوبو رسولو شبکو، روغتیا او کرنې په برخو کې فعالیت کوي او خلکو ته یې ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې یاده موسسه به د ملګرو ملتونو د سازمان په مالي ملاتړ، په سمنګان ولایت کې د روی دوآب او خرم سارباغ ولسوالیو ۶۰۰ زیانمنو، بې‌وزلو او راستنېدونکو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشي.
د دې تفاهم‌نامې له مخې به د ۲۶۰۴۰۵   ډالرو په ارزښت نغدي مرستې د سمنګان ولایت د روی دوآب او خرم سارباغ ولسوالیو ۶۰۰ کورنیو ته ووېشل شي، چې له مخې به یې هرې کورنۍ ته ۲۷۴ ډالره  یا دهغو معادل افغان د سون توکو او د ژمي جامو د پېرلو لپاره ورکول کېږي، او همداراز، به د ۵۷ ډالرو په ارزښت ۵ کمپلې (۴ یو نفره او ۱ دوه نفری وېشل سی.

نېټه:۱۴۴۶/۸/۱۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر


 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .