له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ودانۍ لپاره له ځانګړې شوې ځمکې او د خطر سره د مخ هغو سیمو څخه لیدنه وکړه چې ټاکل شوې ده هلته وقایوي پروژه پکې پلي شي

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۲:۴۵
news image

نن سهار دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، چې د اداري چارو او وقایوي پروژو د ارزونې په موخه یې څو ولایتونو ته سفر کړی، د پنجشیر ولایت د خطر سره د مخ له څو هغو سیمو څخه لیدنه وکړه چې ټاکل شوې ده هلته وقایوي پروژه پکې پلي شي او همدارنګه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ لپاره له ځانګړې شوې ځمکې څخه یې هم لیدنه وکړه.
محترم ترابي صاحب د یادو سیمو د لیدنې پر مهال وویل چې د وقایوي پروژو پلي کېدل په هغو سیمو کې چې د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي، ډېر مهم او حیاتي دی. نوموړي زیاته کړه چې دا اداره هڅه کوي د لا زیاتو پروژو په پلي کولو سره د پېښو خطرونه راکم کړي. هغه دا هم وویل چې د ریاست لپاره د اداري ودانۍ جوړول اړینه ده، ځکه چې مناسب کاري چاپېریال د خدماتو په وړاندې کولو مستقیم اغېز لري او موږ به هڅه وکړو چې ژر تر ژره د دې ودانۍ د جوړېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړو.
د یادونې وړ ده چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، ټولټال د ۱,۰۴۷,۹۰۰ (یو میلیون او اووه څلوېښت زره نهه سوه) افغانیو په ارزښت څلور کوچنۍ پروژې د دې ادارې له خوا د پلي کېدو لپاره منظورې شوي چې دا مهال د تدارکاتو او عملي کېدو په پړاو کې دي. چې په دې پروژو کې د دره ولسوالۍ په سوپر کرامان کلي کې د یوې ډبرې نړول، د دری ولسوالۍ په زردي تمبنه کلي کې د یوې ډبرې  نړول، د مرکز په نوه لیج کلي کې د یوې ډبرې نړول او د بازارک په خاص مرکز کې د ۳۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال جوړول شامل دي.
همدارنګه، د پنجشیر ولایت په دویمې امنیتي حوزه کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ودانۍ لپاره ځانګړې شوې ځمکه چې مساحت یې ۱,۲۰۰ متر مربع دی او د دې ودانۍ د جوړېدو بودجې د برابرولو هڅې روانې دي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .