له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د افغانستان لپاره د یونیسیف دفتر له سرپرست او مل پلاوي سره وکتل

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۵:۳۲
news image

نن د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د یونیسف موسسې سرپرست، عبدالقادر، د خدماتو مسوول عبدالله مخلوف او د هغه مل پلاوي سره وکتل او د پېښو له امله زیانمنو ته په ښه توګه د مرستو رسولو په اړه   خبرې وکړې.
په دې ناسته کې ښاغلي ترابي صاحب د یونیسف دفتر پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې دې موسسې د افغانستان له خلکو سره زیاتې مرستې کړې دي او زه له دوی څخه ځانګړي مننه او قدرداني کوم. 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست زیاته کړه چې، د کابل ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ګدامونو کې د یونیسف له خوا مرسته شوي یو شمېر توکي شته، چې موږ به یې د خپلو موجوده مرستو سره یو ځای خلکو ته ووېشو. هغه له یونیسف وغوښتل چې دا ډول مرستې د دې ادارې ولایتي ریاستونو ته هم ورکړي، ترڅو د اړتیا په وخت کې خلکو ته ووېشل شي او هغوی ته پر وخت لاسرسی وشي. ښاغلي ترابي همداراز وویل چې دغه اداره هڅه کوي ترڅو  چي په راتلونکي کې د امارت له بودیجې څخه  یا د نورو موسسو په همکارۍ معیاري ګدامونه جوړ کړي.
په همدې حال کې عبدالقادر موسی، د افغانستان لپاره د یونیسف موسسې سرپرست، د دې کتنې څخه خوښي څرګنده کړه او ویې وویل چې یونیسف په ټولو ولایتونو کې له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره همکاري لري او په دوامداره توګه هڅه کوي چې زیانمنو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي. 
نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال په ۱۲ مرکزي او ختیځو زونونو کې د روغتیا او ژمي لپاره مرستې موجودې دي، او د رواني میاشتې تر پای پورې به نورې مرستې هم یونیسف ته ورسیږي چې بیا به د ولایتي ریاستونو له لارې خلکو ته ووېشل شي.
ورته مهال، عبدالله مخلوف، د یونیسف موسسې د خدماتو مسوول، وویل چې دا موسسه په ۹ ولایتونو کې ګدامونه لري او په راتلونکي کې به هڅه وکړي چې په هغو سیمو کې ګدامونه جوړ کړي چې له پېښو زیانمنونکو سیمې وي، ترڅو د اړتیا په وخت کې خلکو ته پر وخت بېړنۍ مرستې ورسول شي.
په پای کې، د یونیسف موسسې سرپرست د بیړنیو حالاتو په ترڅ کې د دې موسسې د بشپړې همکارۍ لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړ او دواړو خواوو په دوامداره همکارۍ  ئی ټینګار وکړ.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د چارو پر وخت ترسره کولو او د اسانتیا په موخه د مرکزي او ولایتي ریاستونو لپاره ۴۴ عرادې موټرسایکلونه وپېرل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، دې ادارې په ښه توګه د کاري چارو پرمخ وړلو او د دندو د پر وخت ترسره کولو په موخه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۸
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه او له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۴۸
Background image

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۰۰ اجباري اېستل شویو راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۰۰ راستنېدونکو کورنیو ته چې له ایران او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .