له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست او د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالي مؤسسې ترمنځ د ۲۹۱۵۶ ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک سوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۲۲:۱۹
news image

نن ورځ پنج شنبه، له غرمي مخکي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالي مؤسیسې د سرپرست رئیس حزب الرحمن او مدیر اداري  اجمل اصف سره وکتل.
 ترابي صاحب په خپلو خبرو کې د CWSA  نړیوالي مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یی کړه چي ژمنۍ مرستي دي ژر تر ژره تر خلګو ورسوي ترڅو د ژمي توکي باید په ژمي کي وویشل سي.
|همد راز ترابي صاحب یادونه وکړه که مرسته لږ وي یا ډیره خو باید اساسي وي او اړمنو کورنیو ته پر وخت ورسیږي.
ورسته د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالي مؤسیسې سرپرست رئیس حزب الرحمن د ترابي صاحب څخه ځانګړي مننه وکړه چي  وخت یی ورکړ او زیاته یی کړه چي یادي ادارې تل زموږ سره همکاري کړي ده او موږ هم تل کوښښ کوو چي خلګو ته مرستي ورسوو. 
دیادوني وړ ده چي د ۲۹۱۵۶ ډالرو په ارزښت تفاهم نامه لاسلیک شوه له مخي به یې د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کي ۱۲۰ بي وزله او اړمنو کورنیو ته د۲۰۰ ډالرو معادل نغدي افغانۍ ورکول کیږي.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۵  هـ ق 
له پېښو سره دمبارزې اماده ګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .