له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د ۶۰۰,۰۰۰ (شپږ سوه زره) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۸:۳۷
تصویر خبر

نن ورځ سه شنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د DRC مؤسسې له مرستیال محترم احمد ضیا مایار سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه. 
په دې ناسته کې محترم ترابي صاحب، د بشري مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان خلک په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتیا لري. نوموړي همداراز، د مرستو د وېش د شفافیت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې موږ ټولو مؤسسو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړې دي او له هغوی هم تمه لرو چې خپل اداري لګښتونه راکم کړي.
همداراز ښاغلي مایار د مستحقو خلکو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دغې ادارې له همکاریو څخه مننه وکړه او د خلکو لپاره یې د شفافو او پر وخت د خدمتونو وړاندې کولو لپاره چمتووالی وښود. 
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د ۶۰۰,۰۰۰ (شپږ سوه زره) ډالرو په ارزښت لاسلیک شوه. د دې تفاهم‌نامې پر بنسټ به، د نیمروز ولایت په   چخانسور، خاشرود، چهار برجک او کنگ ولسوالیو کې هغو ۱۵۷۶ کورنیو ته چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، د څلورو میاشتو لپاره د ۱۶۰ ډالرو په ارزښت خوراکي بستې ووېشل شي. همداراز، ۱۰۷۰ کورنیو ته  به ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح‌شوي تخمونه، ۵۰ کیلو ډی امونیم فاسفورد( کود)  او ۵۰ کیلو یوریا کوډ کرنیز توکي وېشل کېږي.
په ورته وخت کې، همدغو ۱۰۷۰ کورنیو ته د کرنې لپاره د ځمکې چمتووالي، د آفتونو مدیریت، اغېزناکه خړوبه کول، له کوډ څخه په سمه توګه ګټه اخیستو، د حاصلاتو راټولولو، د ضایعاتو مدیریت او نورو اړوندو برخو کې د عامه پوهاوي یو سیمینار هم وړاندې کېږي. 

نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۷:۲
Background image

د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې، چې د وروستیو سېلابونو له امله تړل شوی و، په بریالیتوب سره بشپړې کړې.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یو ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او خنثی شو

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې د ( EOD-01) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د ویاند کلي په یوه سیمه کې له تېرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۴۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۳۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د بشري مرستو خیریه مؤسسې (OHW) ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .